د افغانستان حکومت د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د یوولسم تلين او د شهید د اونۍ د لمانځنې په مناسبت نن ځانګړې مراسم ترسره کوي؛ چې کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي.
د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین آزدي راډیو ته وویل؛ چې دوی په ګډه له نورو امنیتي ځواکونو سره کار کوي؛ چې د کابل ښار امنیت خوندي و ساتي.
″په سیمه کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د کابل د ۱۰۱ زون امنیه قومندانۍ تر څنګ د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه، د ۱۱۱ فرقه او د ملي امنیت ریاست ځواکونه په پوره هم آهنګۍ سره کار کوي او د پلان له مخې خپل کار مخته وړي.″
د افغانستان دولت هر کال د سنبلې اتلسمه د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د وژل کیدو په مناسبت او یوه اونۍ د شهید د اونۍ په نوم لمانځي.