د امریکا د بهرنیوچارو وزیره ″هېلري کلنټن″ وايي، چې کانګرس ته یې خبر ورکړی، چې په پاکستان کې د حقاني شبکه د بهرنیو تروریستي ډلو په لست کې شاملوي.
د میرمن کلنټن دا اقدام به د روانې میلادي میاشتې (سپټمبر) د څورالسمې نیټې څخه د فدرالي ادارې له خوا ثبت شي او عملي بڼه به خپله کړی.
د بهرنیو تروریستي ډلو په لست کې د حقاني شبکې د نوم د ثبت او خپریدو سره سم به د امریکا هیڅ وګړی حق نلري چې د حقانی شبکې ته مادي ملاتړ یا د مرستې سرچینې برابرې کړي.
امریکايي وګړي به اجازه نلري چې د حقاني شبکې سره د پیسو، د ارتباطي وسایلو، ترانسپورټ ، پرسونل ، روزنې او یا پناه ځایونو مرسته وکړي.
امریکايي چارواکي باور لري چې د حقاني شبکه په کابل کې امریکا پر سفارت د تیر کال د حملې په شمول د زیاتو تروریستي فعالیتونو مسوله ده .