د چین خبرې رسنۍ وایي، د پرله پسې زلزلو له امله چې نن یې د هیواد جنوب لویدیځ ولړزاوه، لږ ترلږه ۴۳ کسان مړه او له ۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
دې زلزلو چې یوه یې د ریختر په مقیاس ۵ اعشاریه ۷ ثبت شوې، د یوونان او ګويژو ولایتونه سخت ځپلې دي.
د یوونان ولایت د زلزلې سنجولو مرکز وایي، له دې ولایت څخه له یو لک زیات کسان ایستل شوي دي.
د چین خبري آژانس سینهوا وایي، ولایتي حکومت کاري ټیمونه او د ملکي خدمتونو وزارت زیانمن شویو سيمو ته خیمې او کمپلې استولې دي.