د پاکستان پولیس وایي، وسله والو نن په بلوچستان ایالت کې د پولیسو یو جګ پوړی مامور چې په دې ایالت کې د فرقه یي وژنو په اړه یې څېړنه کوله، د کوټې ښار کې وواژه.
پولیس وایي، وسله والو په جمیل خان کاکړ باندې هغه مهال ډزې وکړې؛ چې نوموړی د پولیسو په موټر کې له کوره د کار پر لور روان و. په حملې کې د کاکړ ساتونکی هم وژل شوی دی.
د پولیسو یو جګ پوړی چارواکی سلیم لهري وایي، کاکړ د حملې په ځای کې مړ شوی او وسله وال د موټرسایکل پواسطه تښتېدلي دي.
چارواکي وایي، جمیل کاکړد یو شمېر فرقه یي قتلونو په اړه تحقیقات کول او زیات ګواښونه ورته شوي وو.
د نوموړي د قتل مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې د سنې او شیعه مسلمانانو تر منځ شخړې روانې دي او له ۱۹۸۰ لسېزې راهیسې د پاکستان په فرقه یي شخړو کې په زرونو کسان وژل شوي دي.