د اوباما ادارې په تور لیسټ کې د حقاني ډلې د شاملولو پرېکړه کړې

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د جمهور رئیس بارک اوباما ادارې پریکړه کړې، په پاکستان کې دېره حقانې شبکه نن د تروریستې ډلو په لیست کې شامله کړې.

دا ډله تورنه ده، چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه په افغانستان کې په دېره امریکایي عسکرو حملې کوي.

امریکایي چارواکو د حقانې ډله د جون میاشت کې کابل ته نږدې په یوه هوټل باندې د حملې په ګډون؛ چې ۱۸ کسان په کې وژل شوي وو، تېرکال په کابل کې د امریکا په سفارت باندې د حملې او محاصرې مسوله بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د حقانې شبکې یو شمېر جګ پوړې کسان په تروریستې لیست کې شامل کړې؛ خو ټوله ډله یې په لیست کې ځکه نه ده شامله کړې؛ چې په افغانستان کې له وسله والو سره د سولې خبرو ته ممکن زیان ورسیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقې وایي، حکومت د متحده ایالاتو د دغې پریکړې بشپړ ملاتړ کوي او د حقانې شبکه یې تر ټولو خطرناکه تروریستې ډله وبلله.