د پکتیکا اوسېدونکو په ننګرهار کې د وروستیو ځان وژونکو حملو پرضد لاریون وکړ

د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ په زرونو اوسیدونکو د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ او د هیواد په نورو برخو کې په بې ګناه ملکیانو باندې د ځان وژونکو حملو او بمي چاودنو پر ضد پراخ لاریون وکړ.

لاریون کوونکو دا ډول حملې او چاودنې سختې وغندلې او عاملین یې د اسلام، خلکو، سولې او ثبات دښمنان وبلل.

د لاریون یوه ګډونوال او قومي مشر خورشید خان آزادی راډیو ته وویل؛ دا یو سوله یېز ولسي حرکت دی او هدف یې له جګړو او وژنو څخه کرکه او له سولې څخه د پکتیکا د خلکو بشپړ ملاتړ دی.