د نوکیا موبایل یو تحارتي اعلان د دې شرکت لپاره د رسوايي لامل شو

د نوکیا موبایل ټلفونونو یوه تجارتي اعلان پرون د دې شرکت لپاره لویه رسوايي جوړه کړه.

د دې اعلان په یوه برخه کې پر یوه بایسکل سپره ښځه په داسې حال کې لیدل کېږي؛ چې ګنې ویډیويي تصویر یې د نوکیا لومیا 920 ټلفون د کمرې په وسیله اخیستل شوی؛ خو د صحنې ترشا په تصویرونو کې لیدل کېږي؛ چې دا فلم د موبایل ټلفون په کمره نه، بلکې د یوې لویې حرفوي کمرې په وسیله اخیستل کېږي.

دا اعلان د چارشنبې په ورځ په نیویارک کې د لومیا 920 سمارټ ټلفون د معرفۍ په غونډه کې خپور شو.

نوکیا شرکت ادعا کوله چې لومیا 920 نوی ماډل موبایل تر ټولو نورو ټلفونونو غوره دی او د ویډیویي کمرې ثبت یې هم تر ټولو ښه دی، خو وروسته له دې چې په اعلان کې یې دا تېروتنه وموندل شوه، نوکیا په خپله انټرنېټ پاڼه کې له دې کبله بخښنه وغوښته.