″امریکا د ایران له اټمي چلنجونو سره هرې کچې مقابلې ته چمتو ده″

د اسراییلو دفاع وزیر اېهودبارک وايي، امریکا چمتو ده، چې د ایران له اټمي چلنجونو سره په هره کچه چې وي؛ مقابله وکړي، خو ده دا یادونه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو لپاره د وخت د تېرېدو سرعت توپیر لري.

د بارک دا وینا د هغه اختلاف څرګندونه کوي، چې امریکا او اسراییل یې د ایران پر اټمي تاسیساتو د احتمالي برید د مهال وېش په اړه لري.

د اسراییلو دفاع وزیر چې د متحدوایالاتو د وسله والو ځواکونو له مرستیال لوی درستیز ادمېرال جېمز- اې- وېنفیلډ سره له کتنې څو ساعته وروسته یې خبرې کولې؛ زیاته کړه اسراییل د مستقلانه حملې حق د ځان لپاره خوندي ګڼي او امریکا په دې پوهېږي.

اسراییلو خبرداری ورکړی، چې اټمي ایران به یې د بقا لپاره حیاتي ګواښ رامینځ ته کړي او ویلي یې دي؛ چې د دې ګواښ د مخنیوي لپاره د مخکې له مخکې حملې په ګډون هرراز اقدام ته چمتو دی.

ایران د لویدیځ دا تورونه رد کړي، چې وايي، تهران غواړي اټمي وسله جوړه کړي.