راسموسن په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د ګرجستان ونډه وستایله

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ماموریت کې د ګرجستان د ونډې ستاینه وکړه.

اندرېس فوګ رسموسېن د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې هغو دوو پوځي قطعو ته د خدای پامانۍ په مراسمو کې خبرې کولې؛ چې پرون د ناټو په مشرۍ د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته روان شول.

ده زیاته کړه، ګرجستان اوس مهال د ناټو له تشکیلاتو بهر هغه هېواد دی؛ چې افغانستان ته یې تر ټولو زیات پوځیان استولي.

د ګرجستان دفاع وزیر دیمتري شاشکین خبریالانو ته وویل؛ په داسې حال کې چې ناټو به د ګرجستان راتلونکي کور وي؛ افغانستان ته د سرتېرو استول د تبلیسي لپاره ډېرستر مسوولیت دی.

ګرجستان اوس مهال په افغانستان کې نژدې زر سرتېري لري؛ خو د دې هېواد چارواکو په پرله پسې ډول ډاډ ورکړی؛ چې غواړي د خپلو پوځیانو شمېر 1700 ته ورسوي.