د نورستان چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د استناف څارنوالۍ ریس مولوي ګل محمد یې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور نیولی دی.
د نورستان د والي ویاند محمد زرین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي د معلوماتو له مخې مولوي ګل محمد په نورستان او کونړ ولایتونو کې د طالبانو قاضي وو.
ښاغلي زرین وایي، چې له ګل محمد سره یوځای یې تیره شپه څلور پاکستاني طالبان هم نیولي دي.
د والي ویاند وایي، تر اوسه معلومه نه ده چې مولوي ګل محمد د طالبانو څومره او کومې دوسیې څیړلي؟ او د ده په حکم څومره کسانو ته سزا ورکړل شوې ده.