د ارمنستان وکيلانو په پارلماني کچه له هنګري سره رسمي اړيکې وځنډولې.
دا اقدام وروسته تر هغه وشو، چې د اذرباييجان ولسمشر الهام علييف د اذرباييجان يو پوځي افسر، چې په ٢٠٠٤میلادي کال کې په هنګري کې د يوه ارمني افسر د وژنې په جرم په عمري بند محکوم شوى و، وباښه.
د ارمنستان له پارلمان له خوا په پرونۍ خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، د هنګري دا اقدام په قومي لحاظ د ارمنيانو په وړاندې جنايتونه تشويقولاى شي.
د ارمنستان ولسمشر سرژ سرګسيان تر دې مخکې له هنګري سره ډيپلوماتيکې اړيکې ځنډولې وې او اذرباييجان ته د سفروف د سپارلو پرېکړه يوه اشتباه ګڼلې وه.
هنګري وايي دغه افسر يې وروسته تر هغه اذرباييجان ته وسپاره چې له اذري چارواکو يې ډاډ ترلاسه کړى و، چې د عمري بند سزا به عملي کېږي.