د پکتيا والي په شمال کې جوړ شوي محلي پوليس په خاصو ډلو او تنظيمونو پورې تړلي خلک بولې.
په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير او د پکتيا والي جمعه خان همدرد د په دې ولایت کې یوې غونډې ته وویل، په پکتيا کې محلي پوليسو ښه نتيجه ورکړې، خو په شمال ولايتونو کې جوړ شوي محلي او سيمه یيز پوليس په خاصو ډلو او تنظيمونو پورې تړلي خلک دي .
ده دا هم وويل، که چېرته د دا ډول شخصي ملېشو مخه ونه نيول شي، ښايي ورځ تر بلې د بې ګناه خلکو د وژنې پيښې زیاتې شي.
نوموړی وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي چې په کندز کې یوه غیر مسئول وسلوال کس د یوه کلي دیارلس ملکي کسان ووژل او څو تنه نور یې ټپیان کړل.