د امریکا متحدو ایالتونو له لیبیا څخه وغوښتل، چې د دې ډاډ ورکړي چې د لیبیا د پخواني واکمن معمرقذافي د استخباراتو ریس به عادلانه محاکمه او ورسره سم چلند کیږي.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال پاتریک وینتریل پرون وویل، واشنګټن دغه راز د لیبیا له حکومته غواړي چې د جرمونو له نړېوالې محکمې سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې د معمرقذافي د رژیم د وخت د استخباراتو ریس عبداله السینوسي د قذافي د واکمنۍ په موده کې د ترسره شویو جرمونو د تورونو په اساس بیرته لیبیا ته وسپارل شو.
سینوسي چې په هیګ کې د جرمونو نړېواله محکمه یې هم د ورسپارلو غوښتنه کوي، په مارچ میاشت کې په موریتانیا کې له نیول کیدو وروسته دې هېواد بیرته لیبیا ته سپارلی دی.
د جرمونو نړېواله محکمه وایي، سینوسي په لیبیا کې د خلکو د پاڅون په ځپلو کې چې تیر کال یې د قذافي رژیم ړنګ کړ، مهمه ونډه درلوده.
د قذافي زوی سیف الاسلام به سره له دې چې د جرمونو نړېوالې محکمې یې د نیولو امر صادر کړی، روانه میاشت په لیبیا کې محاکمه شي.