د روسیې د ګاز پروم په نوم دولتي شرکت د احتکار د مخنیوي لپاره د اروپایي ټولنې د تحقیقاتو په اړه وویل، د دوي شرکت د سوداګرۍ په وخت ټولو نړېوالو او کورنیو قوانینو ته په دقت پاملرنه کړې او مراعات کړي یې دي.
ګازپروم د اروپایي ټولنې له قانون څخه کومې سرغړونې ته اشاره ونه کړه او ویې ویل، چې د دوي شرکت د اروپایي ټولنې په بازارونو کې هغه معیارونه خوندي کړي دي، چې د طبیعي ګاز نور شرکتونه یې خوندې کوي.
ګازپروم څرګنده کړه، چې دا شرکت د اروپایي ټولنې د قضایي صلاحیت له حدودو بهر د یوه ستراتیژیک سازمان په توګه د روسیې د حکومت له لوري اداره کیږي.
د اروپایي ټولنې کمیسیون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په دې برخه کې تحقیق کوي، چې ګازپروم د ګازو په لیږدولو کې ځنډ کړی، نورو سیالو شرکتونو ته یې ستونزې پیدا کړي، په مرکزي او ختیځې اروپا کې یې خپلو سوداګرو ته بییې سمې ټاکلي او هغه قوانین یې مراعات کړې دي که نه دي، چې د احتکار د مخنیوي لپاره جوړ شوي دي.