د امریکا په جنوبي او مرکزي هېوادو کې د سونامې په اړه ورکړل شوی خبرداری لغوه شو

د امریکا په جنوبي او مرکزي هېوادو کې چې د سونامې کوم خبرداری ورکړل شوی و، لغوه شو.

دا خبرداری پرون وروسته تر دې ورکړل شو، چې د متحد ایالتونو د جیولوجي مرکز وویل، له کاستاریکا سره د پسفیک سمندرغاړې اووه اعشاریه نهه درجې زلزلې لړزولې دي.

د سونامې خبرداری، کاستاریکا، پاناما، نیکاراګوا، السلوادور، هندوراس، مکسیکو، کولمبیا، ایکوادور، ګواتیمالا، پیرو او چیلي ته ورکړل شوی و.

دغو هېوادو د یو شمېر ودانیو او تاسیساتو د زیانمنیدو خبرونه خپاره کړل، خو د مرګ ژوبلې رپوټونه نه دي خپاره شوي.