د قرغزستان پارلمان زانتورو ساتیبالدیف د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د پارلمان له یو سل او شل غړیو یوسل او یولسو پرون د ساتیبالدیف په ګټه رایه ورکړه. ساتیبالدیف د تیرکال له دسمبره راپه دې خوا د ولسمشر د دفتر مسوول و.
نوي صدراعظم وویل، د ده لومړیتوب به دا وي چې ژمې په قرغزستان کې په خیر تیر شي. په قرغزستان کې په ژمي کې انرژي لږه وي.
ساتیبالدیف د عمربیک بابانوف پرځای صدراعظم شو، بابانوف تیره میاشت وروسته تر دې له واکه لرې شو، چې له اتیلافي حکومت څخه له څلورو ګوندونو دوه ګوندونه ووتل.