د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د افغان پوځ په لیکو کې د مشکوکو کسانو د پيژندنې لپاره یې استخباراتي هڅې ډیرې کړي دي او سلګونه کسان یې نیولي.
ددې وزارت ویاند ظاهر عظیمي نن خبریالانو ته وویل، د دغو هڅو هدف دا دی، چې د ملي پوځ په لباس کې پر نړېوالو سرتیرو د وسله والو د حملو مخنیوی وکړي.
د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو ځواکونو حملو په ملي او نړېواله کچه اندېښنې راپورته کړي دي.
د راپورنو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه 40 بهرني سرتیري په دغه ډول پیښو کې وژل شوي.