ایران دوه تنه اذري شاعران چې د جاسوسۍ په تور يي نیولې وو، خوشې کړل

ایران دوه تنه اذري شاعران چې په مۍ میاشت کې یي د جاسوسۍ په تور نیولې وو، خوشې کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا دوه تنه شاعران د سې شنبې په ورځ په تبریز ښار کې د اذربایجان قونسلګرۍ ته حواله شوي دي.

د شاعرانو خپلوانو ازادۍ راډیو ته ویلي، تمه ده چې خوشې شوي کسان به د پنجشنبې په ورځ باکو ته ورسیږي.

تېره میاشت، ایراني خبري رسنیو ویلي وو، دغو دوو اذري شاعرانو د اذربایجان له استخباراتو سره تړاو درلود او په ایران کې یي یو شمېر مخالفان بیلتون غوښتنې ته هڅول.

د ایران او اذربایجان ترمنخ په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی او اذربایجان د روان کال په سر کې ۲۲ تنه ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولې وو.