د ننګرهار د دور بابا په ولسوالۍ کې د شوي ځانمرګي برید له امله د مړو او ټپيانو شمېر شاوخوا ۹۹ تنو ته ورسید.
دغه ځانمرګی برید پرون شاوخوا درې بجې د يادې ولسوالۍ د تورلاله په هدیره کې د يوه قومي سپين ږيري د جنازې د مراسمو پر مهال شوی.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، چې د وروستیو شمېرو له مخې په دغه پېښه کې ټول پنځه ویشت تنه وژل شوي او شاوخوا شپېته تنه نور ټپيان دي.
تر دې دمه د دې پېښې مسئولیت چا پر غاړه نه ده اخیستې.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو سره په ټليفوني خبرو کې وویل، چې په دې پېښه کې طالبان لاس نه لري.