امریکا د بحرین د ایستناف د محکمې پر پریکړې خواشینې ده

د امریکا متحده ایالات وایي، د بحرین د ایستناف د محکمې له خوا د ۱۳ مخالفو فعالانو د سزا د تائید له امله چې د شاهي نظام د ړنګولو په تور تورن دي، سخت خواشینې دی.

د سې شنبې په ورځ د بحرین یوې محکمې دیارلسو شیعه فعالانو ته د پنځو کلونو او عمري بند تر منځ سزا تائید کړه.

د امریکا د بهرینو چارو د وزارت ویاند پاتریک وینټریل له بحرین څخه په ټینګه غوښتي، چې د عادلانه محاکمې او مدافع وکیلانو ته د لاس رسۍ په ګډون ، بندیانو ته د شفافې عدلې عملیې د برابرولو لپاره دي خپلې کړې ژمنې عملې کړې.

د نړېوالې عمومي بخښنې سازمان (امنیستې انټرنشنل) چې مرکز یي په لندن کې دی، د بندیانو د سمدستې خوشې کیدو غږ یي کړی او د محکمې حکم یي ظالمانه بللی دی.

د بحرین ستر مخالف ګوند وایي، د محکمې حکم د سیاسي تعقیب او جعلې عدالت ښکارندوي دی او د بحرین لپاره یوه توره ورځ ده.