د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن نن د چین له جمهور رئیس هوو ژینتاو سره وکتل.
کلنټن د خبرو په پیل کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخېز اړیکې پاخه دي.
کلنټن چې له دوو ورځو راهیسې په چین کې ده، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر یانګ ژیچې سره یي په یوه ګډ خبرې کنفرنس کي ژمنه وکړه، چې د چین د جنوب سمندر په اړه به هیحکله هم مسلې راپورته نشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې له دي مخکې په اندونیزیا کې، د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو په ټولنې غږ کړی و، چې د چین د جنوبي سمندر د ملکیت په اړه دي متحد شي.
چین د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې له څلورو غړیو هېوادونو سره د جنوبي سمندر د ټاپوګانو په اړه په لانجې کې دی.
هیلري کلنټن اسیا ته په دې سفر کې د کوک ټاپوګانو ته هم تللې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې او ژي ژینپینګ تر منځ پلان شوې کتنه چې زیات امکان لري د چین راتلونکی جمهور رئیس شي، د ناڅرګندو دلایلو له امله لغوه شوې ده.