د ملګرو ملتونو د خوړو درېیو سازمانونو په یوه ګډه اعلاميه کې پر نړېوالو غږ کړی چې د خوراکي موادو د کمښت د بحران د مخنیوي په مقصد دې د غلو دانو د بیو د پورته کېدو مخه ونیسي.
د خوړو نړیوال سازمان، د خوړو او کرنې سازمان او د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق پرون خبرداری ورکړ چې د خوراکې موادو د بیو، یو دم جګېدل به د مليونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
په امريکا کې چې د نړۍ په کچه د غلو دانو د تولید ستر هېواد دی، د سختې وچکالۍ له امله په نړۍ کې د خوراکي موادو بیې په بېساري ډول پورته شوي دي.
دا بیره هم پیدا شوې چې د دې وچکالۍ له امله ممکن د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو په څېر د خوراکي موادو یو بل بحران رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو موسسو پر بېوزلو هېوادونو غږ کړی چې د کوچنیو فارمونو، میندو او ماشومانو ته د خوراکي موادو مرستې دې پراخې او د خوراکي موادو د تولید د دوام هلې ځلې دې چټکې کړي.