حزب الله: د لبنان شیعه ګان کیمیاوي ولې نه لري

د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي، چې په لبنان کې د شیعه ګانو دا ډله کیمايي وسلې نه لري؛ خو که چیرې جګړه پيښه شي، دا ډله اسراییل ته د تاوان رسولو توان لري.

حسن نصرالله د لبنان د یوه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ چې په اسراییل کې داسې اهداف شته، چې که وویشتل شي، نو ورته نتیجه تر لاسه کیدلای شي.

د حسن نصرالله اشاره غالبا د اسراییل اټمي تاسیساتو ته وه او خبرداری یې ورکړی؛ چې د دوی راکټ په اسراییل کې هر هدف ته رسیدلای شي.

د حزب الله مشر وویل، چې داسې تمه نه لري، چې اسراییل به پر ایران حمله وکړي، خو د ایراني رهبرانو په حواله یې وویل، چې تهران د غچ اخیستلو لپاره په سیمه کې د امریکا اهداف په نښه کولای شي.

حسن نصر الله وویل: "که اسراییل پر ایران حمله وکړي، نو مسولیت به یې د امریکا پر غاړه وي. "