د جمهور رییس بارک اوباما ډیموکرات ګوند نن خپله ملي غونډه پیلوي

ولسمشر اوباما به د امریکا د شمالي کارولینا ایالت په "شارلیټ" سیمه کې به د دې درې ورځنۍ غونډې په جریان کې د ډیموکراټ ګوند له خوا په رسمي ډول د جمهوري ریاست د بلې څلور کلنې دورې لپاره خپله کاندیدي قبوله کړي.

د نومبر په میاشت کې به د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو د لوري څخه مت رومني د ولسمشر اوباما په مقابل کې ولاړ وی.

مټ رومني د امریکا د ماساچوست ایالت پخوانی والي دی او تیره اونۍ يې د جمهوري غوښتونکو د لوري څخه خپله کاندیدي رسما ومنله.

نن ماښام به د ډیموکراټانو ملي غونډه د جمهور رییس اوباما د میرمنې میشال اوباما په وینا پيل شي.

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنتن به د چهارشنبې په ورځ غونډې ته وینا وکړي.

د ډیموکراټانو استازي به د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو او د اتمي وسلو درلودلو څخه د ایران د مخنیوي پالیسي غوره کړي.