ویلیام هیګ: ایکواډور باید ژر تر ژره د اسانژ د سرنوشت په اړه خبرې پیل کړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر "ویلیام هیګ" پرون وویل، چې "ایکواډور" باید د ویکې لیکس انترنټ پاڼې د موسس جولیان اسانژ د سرنوشت په اړه هرڅومره ژرچې کیدای شي، خبرې له سره پیل کړي.

اسانژ سویډن ته د سپارلو له ویرې د جولای له ۱۹ راپدیخوا په لندن کې د ایکواډور په سفارت کې پناه اخیستې. نوموړی په سویډن کې په جنسي تیري تورن شوی؛ چې باید دغو تورونو ته هلته په محاکمه کې ځواب ووایي.

ایکواډور نوموړي ته سیاسي پناه ورکړې، خو بریتانیا وایي، که دی له سفارته بهر پښه کښیږدي، نو به ونیول شي.

اسانژله دې ویره لري، چې که دی سویډن ته وسپارل شي، نو ښایي متحدو ایالتونو په لاس ورکړل شي؛ چیرې چې د دې امکان شته، چې هغه د افغانستان او عراق د جګړې په اړه د لسګونوزرو پټو ډیپلوماټیکو اسنادو د خپراوي له امله محاکمه شي.