"طالبان هڅه کوي د افغان او نړېوالو ځواکونو ترمنځ بې باوري زیاته کړي"

د ناټو عمومي منشي وایي، پرناټو ځواکونو د افغان یاغي عسکرو له خوا د حملو زیاتوالی د اندیښنې وړ ځکه ده؛ چې دغه حملې کولای شي، د افغان امنیتي ځواکونو او د هغوی د نړیوالو متحدینو ترمنځ بې باوري زیاته کړي.

خو راسموسن له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل، چې دغه حملې به له افغانستانه د ناټو ځواکونو د ایستلو پرپلان اغیز ونه کړي.

راسموسن دغه راز وویل، چې دا له امکانه لیرې ده، چې طالبان دې له پوځي لارې دغه جګړه وګټي، خو دوی هڅه کوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او د نړیوالو ځواکونو ترمنځ بې باوري زیاته کړي.

راسموسن زیاته کړه، دی دا نه ردوي، چې ګواکې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نفوذ هڅه نه کوي؛ خو یوځل بیا په دې ټینګار کوي، چې طالبان به په دې کار کې بریالي نه شي؛ چې په دې هیواد کې زموږ ستراتیژي له خپل مسیره واړوي.