سره صلیب کمېټه وايي، د دې سازمان نوی مشر سوریې ته درې ورځنی سفر پیلوي

د سره صلیب نړېواله کمیټه (ICRC) وايي، چې د دې سازمان نوی مشر سوریې ته درې ورځنی سفر پیلوي.

د دې سفر هدف په سوریه کې ملکي خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د نړېوالو خیریه موسسو د فعالیت د شرایطو ښه کول دی.

د سره صلیب نړېوال سازمان ویلي، چې د دوي نوی مشر به سبا په دمشق کې د جمهور ریس بشار لاسد او نورو لوړ رتبه چارواکو سره وګوري تر څو هلته د خرابیدونکی بشري وضعیت په اړه خبرې ورسره وکړي.

دې سازمان ویلي، چې پر جمهور ریس بشارالاسد او نورو چارواکو به د فشار راوستلو هڅه وکړي تر څو د بشري مرستو ادارو په روان بحران کې د ځپل شویو ملکي خلکو سره د مرستې او د زندانیانو د لیدلو امکانات برابر شي.