هرچاته د خپلې شتمنۍ کیسې د غلا لامل کیدای شي

ښایي تاسو هم لیدلي یا اوریدلي وي، چې کله ناکله د ځینو کورنیو پیسې، طلا او نور ګران بیه شیان د نامالومه کسانو له خوا غلا کیږي.

لکه څنګه چې لیدل شوي تر ډیره حده دغه غلاوې په هغو کورنیو کې کیږي چې غړي یې د خپلو وسایلو په ساتلو کې بې غوري کوي او یا هم له دې نه خبر نه وي چې ځینو کسانو یې مال او شته د سترګو لاندې کړي، چې وخت پیدا کړي ورځې او ورنه وړي يي.

که چیرې د خپل مال او دارایی کیسې هر چاته په هر ځای کې وشي دا هم د دې لامل کیږي چې غله په دې پوه شي چې کوم قیمتي شی چیرې ایښي.

لیکونکې: فرشته مرسل

Your browser doesn’t support HTML5

کورکلی