يونيسف وايي، تېره اوونۍ په سوريه کې لږ تر لږه ١٦٠٠ خلک وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يونيسف وايي، تېره اوونۍ په سوريه کې لږ تر لږه ١٦٠٠ خلک وژل شوي او دا د تېرکال له مارچ راهيسې چې د بشارالاسد په وړاندې پاڅون پيل شوى، تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه.

د يونيسف وياند پاتريک مک کورميک دا څرګنده نه کړه چې دغه ارقام يې څنګه ترلاسه کړي، خو د فعالانو او عيني شاهدانو په حواله پر کورونو او استوګنې پر سيمو د هوايي بمبارۍ په نتيجه کې د ګڼو ملکيانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.

کله چې په اګست مياشت کې د پاڅون د ځپلو لپاره په لومړي ځل په پراخه پيمانه له هوايي ځواک څخه کار اخيستل پيل کړل، کورنۍ جګړه د بدلون يوې لويې مرحلې ته ورسېده.

دغې جګړې دغه راز ستر ښار حلب ته هم لمن وغزوله چې د ١٧ مياشتني پاڅون پرمهال نسبتاً ارام ښار و.