د افغانستان په شمال کې حکومت پلوه ملېشو پرون لږ تر لږه اته تنه بېګناه ملکیان ووژل

د افغانستان په شمال کې حکومت پلوه ملېشو پرون لږ تر لږه اته تنه بېګناه ملکیان د طالب وسله والو په نامه ووژل.

د کندز ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ په کنم (Kunum) کلي کې د یوه ملېشه په ګډون، دوه سړي وژلي وو او د یکشنبې په ورځ د یوې سيمه ييزې ملېشې قوماندان له خپلو شلو تنو وسله والو سره پر وسله والو حمله وکړه.

چارواکي وایي، په دې حمله کې ممکن لس ملکیان وژل شوي او اته نور ټپیان وي. د محمد نعيم د کورنۍ دوه تنه ټپيان دي

د کندز په لرې پرتو سيمو کې ناټو او افغان حکومت، اربکیان ګمارلي چې د طالبانو پر ضد وجنګېږي. خو وخت ناوخت له دغو وسلوالو شکايتونه کېږي.