د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن پر نړیوالو ږغ وکړ؛ چې د ایران ته د اټمي فعالیتونو په خاطر سور خط کش کړی.
بینیامین نتانیاهو نن خپلې کابینې ته وویل: "ایرانیان د نړیوالو سره د خبرو په وسیله غواړي، چې د خپل اټمي پروګرام د پراختیا لپاره وخت واخلي.
زما په عقیده، موږ ته ښايي چې حقیقت ته مخ کړو او هغه دا دی چې نړیوالې ټولنې تر اوسه ایران ته واضح سور خط نه دی کش کړی.
ایران د دې هیواد د اټمي پروګرام د بندولو لپاره د نړیوالو اراده نه ده لیدلې. تر څو چې ایران دا سور خط او واضح اراده نه وي لیدلی، د خپل اتمي پروګرام د پراختیا څخه به لاس وانخلي او ایران باید اتمی وسله ونه لري."
د اسراییل کابینې ته د نتانیاهو دا خبرې د دوی له نږدې ملګري امریکا او هغو هیوادونو سره د اسراییل د حوصلې کمیدل څرګندوي چې د اسراییل څخه غوښتنه کوي؛ چې ډپلوماسۍ او بندیزونو ته د اثر څرګندولو لپاره وخت ورکړي.