جمهور رییس حامد کرزي ویلي، چې په ارزګان کې د اسټرالیايي عسکرو په خپل سر عملیات د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ پر موجود تړون تیری دی.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، چې په ارزګان کې د اسټرالیايي ځواکونو په خودسرانه عملیاتو کې یو پلار او زوي ووژل شول .
ولسمشر کرزي دا پيښه شدت غندلې ده.
د ارزګان امنیه قوماندانۍ ویلي، چې تیره شپه په دې ولایت کې میشتو اسټرالیايی عسکرو د ولایتي مقاماتو د خبرولو او هماهنګۍ څخه پرته په ترینکوټ کې عملیات کړي او د سیمې ۹ تنه اوسیدونکي یې وړي دی.
اعلامیه وايي، چې ولسمشر کرزي په دې مسله د ارزګان د والي سره خبرې وکړې او د مسلې د سپیناوي دنده یې ورته وسپارله.
د ناټو ځواکونو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.