په غزني ولایت کې د ایساف ځواکونو دوه تنه عسکر وژل شوي دي

آیساف وایې چې د دوی دوه سرتیري نن په افغانستان کې وژل شوي.

آیساف ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا دوه کسان نن سهار په غزني کې د وسله والو مخالفینو په حمله کې وژل شوي دي.

دې ځواکونو د خپلې پالیسۍ له مخې د وژل شویو کسانو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.