ولسمشر حامد کرزي په وردګو کې ننني بریدونه وغندل

ولسمشر کرزي د وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د نن سهارخونړي بریدونه و غندل.

جمهوري ریاست په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې په دې حملو کې دولس تنه وژل شوي او اوه څلویښت نور ټپيان دي.

بل خوا د میدان وردګو چارواکي وايي، چې په وژل شویو کې څلور پولیس او په ټپیانو کې لس کورني او دوه بهرني عسکر شامل دي، نور ټول ملکي خلک دي.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهدالله شاهد وايي، نن سهار یوه ځان وژونکي د سید اباد ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته ځان والوځاوه او تر هغې وروسته یوه بل د میدان وردګو د امنیې قومندانۍ او د بهرنیو ځواکونو د عسکرو اډې ته نږدې موټر بم چاودنه وکړه.

طالبانو د بيښې مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې په لسګونو بهرني او افغان عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

ایساف ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي وي.