په میدان وردګو کې ځانمرګو بریدونو ۷۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې نن سهار دوو ځانمرګو بریدونو ۵۵ تنه ملکي کسانو او شپاړس سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهدالله شاهد وايي، په دغو حملو کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون (۸) ملکيان او ۴ ملي پولیس وژل شوي او همدارنګه (۴۷) تنه ملکیان، لس افغان امنیتي ځواکونه او دایساف (۲) سرتیري ټپيان شوي دي.

په چاودنه کې د ځاني زیانونو سربېره د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانیو، ځایي اوسیدونکو کورونو او یو شمېر دوکانونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

طالبانو د حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی او په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې یې ادعا کړې؛ چې په لسګونو امریکايي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

ایساف ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.