"د افغانستان جګړه به د عراق د جګړې په شان ختمه شي"

د امريکا ولسمشر هغو پوځيانو ته چې افغانستان ته روان وو، وويل، لاهم په افغانستان کې يوه سخته جګړه مخې ته لرو. خو بارک اوباما ژمنه وکړه، چې دا جګړه به د راتلونکي کال تر پايه داسې پای ته ورسوي؛ لکه د عراق جګړه، چې يې له مسووليت سره سمه ختمه کړه.

د امريکا ولسمشر پرون دا خبرې د ټکزاس په پوځي اډې کې وکړې. جمهور رييس اوباما له ترورزم سره په جګړې کې د امريکا د ملاتړ يو ستاينه وکړه او ويې ويل؛ چې دغې همکارۍ په ټوله نړۍ کې د القاعده په ماتولو کې مرسته کړې:

"موږ له خپلو متحدانو او شريکانو سره وتوانيدو، چې د دوه زره لومړي ميلادي کال د سپتمر تر يولسمې وروسته د القاعده شبکې ګڼ مشران له منځه يوسو.

د امريکا د ځواکونو د ميړانې له امله القاعده له ماتې سره مخامخ ده او ابن لادن به کله هم بيا امريکا ته کوم ګواښ پيدا نه کړي."


د امريکا ولسمشر په ټکزاس کې د هغو امريکايي پوځيانو مړينې ته اشاره وکړه؛ چې په وروستيو کې په افغانستان کې وژل شوې دي، ده وويل، تاسو په خپلو زړونو کې د هغو ملګرو خاطرې لرئ، چې ځانونه يې قرباني کړل، چې په دغو کې هغه شپږ تنه هم دي، چې د جولای په مياشت کې په يوې تورې ورځ په افغانستان کې ووژل شول.

د دغو شپږو پوځيانو له وژنې سره په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له ماتې راورسته د امريکايي وژل شويو پوځيانو شمير دوه زره ته ورسيد او يوازې روان ميلادي کال د امريکايي عسکرو د تلفاتو شميره دوه سوو ته رسيږي.

د امريکا ولسمشر ټينګار وکړ، چې په دوه زره څوارلسم ميلادي کال کې، به د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

بارک اوباما د جمهوري غوښتونکي ګوند پر کانديد، مټ رامني انتقاد وکړ، چې په هغه وينا کې چې د جمهوري رياست د رسمي کانديد په توګه يې ورکوله؛ د افغانستان د جګړې په اړه څه ونه ويل، اوباما زياته کړه، چې دا هغه جګړه ده، چې لاهم په کې په زرګونو امريکايي سرتيرې بوخت دي.