ایراني چارواکو د ملګرو ملتونو د سازمان هغه رپوټ غندلی؛ چې د تهران رژیم یې د یورانیمو د غني کولو لپاره د هڅو په چټکتیا تورن کړی دی.
د ایران د پارلمان یوه غړي کاظم جلالي د ایسنا خبري اژآنس ته ویلي؛ چې په تهران کې د ناپيیلو هیوادونو د مشرانو د غونډې سره په یوه وخت کې د داسې رپوټ خپرول یوازې یو سیاسي اقدام دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي هم د ملګروملتونو رپوټ رد کړی؛ چې وايي، د تهران رژیم د "پارچین" په کارخانه کې د اټمي فعالیتونو ټولې نخښې له منځه وړي او د ملګرو ملتونو مفتشین یې مایوسه کړي دي.
د ملګرو ملتو د سازمان د نړیوالې اټمي انرژي د ادارې رپوټ وايي؛ چې ایران د "فوردو" په اټمي کارخانه کې تر ځمکې لاندې د یورانیمو د غني کولو پروسه چټکه کړې ده.