هغه اذربایجانی عسکر چې په هنګري کې په عمر قید محکوم شوی وو؛ پرون (جمعه) بېرته اذربایجان ته واستول شو.
"رامیل سفروف" اقرار کړی و، چې په ۲۰۰۴ کال کې یې په هنګري کې د یوه ارمني عسکر د وژلو لپاره لاره جوړه کړې وه او له دې امله په ۲۰۰۶ کال کې د هنګري د یوې محکمې له خوا په عمر قید محکوم شوی و.
رامیل سفروف او وژل شوي ارمني عسکر په هنګري کې د ناټو له خوا د ژبې زده کړې په یوه کورس کې زده کړه کوله.
تورن رامیل سفروف باکو ته د رسیدو سره سم د اذربایجان د جمهور رییس الهام علییف له خوا عفو شو.
د ارمنستان ولسمشر "سرژ سرکسیان" پرون (جمعه) د هنګري د حکومت له خوا د دې اذربایجاني عسکر خوشي کول وغندل.
ولسمشر سرکسیان وویل، چې د هنګري حکومت ستره تیروتنه کړې او د ده هیواد به يې ځواب ورکړي.
سرژسارکسیان پرون په دې اړه اضطراري غونډې ته وویل:
"زه نن رسماً له هنګري سره د خپل هېواد د ټولو ډپلوماټیکو اړیکو او تماسونو د بندولو اعلان کوم."
د اذربایجان او ارمنستان اړیکې د ناګورنو قره باغ پر سر د لانجې له امله ښه نه دي.