وسله والو طالبانو د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له یوه دولس کلن هلک څخه سر پري کړی دی.
د کندهار ولایت چارواکې وایي، دا هلک د ژیړۍ ولسوالۍ د پاشمول د سېمې اوسیدونکی و او د چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د سپیروان کلې ته تللی و، چې وسله والو طالبانو ونیوه.
د وژل شوې ۱۲ کلن هلک ورور په ژیړۍ ولسوالۍ کې د سېمه اېزو پولیسو په لیکو کې دنده لري او طالبانو په همدي پلمه په ډېرې بې رحمۍ د هغه سر پرې کړی او په یوه عام سړک یي ایښی و.
د کندهار د ولایت مقام وایي، د طالبانو په دغه وحشیانه عمل سخت خواشیني دي او ټولو امنیتي ارګانونو ته یي جدي سپارښتنه کړې چې قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یي وسپارې.