ميټ رامني د امريکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما په وړاندې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديداتوري په رسمي ډول ومنله.
ده دغه کانديداتوري د فلوريدا ايالت په تامپا کې په درېيمه او وروستۍ ملي غونډه کې ومنله:
”ښاغلو او استازو، ما د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځان په اړه ستاسو کانديداتوري ومنله. ما دا کار په تواضع سره وکړ په هغه اعتماد چې تاسو پر ما وکړ، خوشحاله يم. دا يو ستر وياړ خو ستر مسووليت دى، زه له تاسو غواړم، چې د يوه ښه راتلونکي لپاره ګام اوچت کړو“
رامني وويل، ولسمشر بارک اوباما نه دى توانېدلى د بدلون او هيلې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او په کې ناکامه شوى دى. ده ځان د امريکا د زيانمن شوي اقتصاد د ښه کېدو لپاره ځان د هيلې يوه ښه سرچينه وګڼله.