سپينه ماڼۍ وايي، د ايران د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو نوى راپور په غور سره څېړي.
د اټومي انرژۍ د څار نړيوالې ادارې راپور وايي ايران ښايي تر ځمکې لاندې د يورانيمو د غني کولو ماشينونه دوه برابره زيات کړي وي.
راپور وايي، ايران د اټومي موادو زېرمتونونه هم زيات کړي دي. IAEA زياتوي، سږکال له ايراني چارواکو سره خبرو کومه د پام وړ نتيجه ورنه کړه.
د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني وويل، ايران لا هم د فرصت يوه کړکۍ لري چې په ډيپلوماتيکه توګه خپله ستونزه حل کړي، خو دا به يقيناً چې پرانيستې پاتې نه وي:
”موږ د دې راپور جزئيات په غور سره مطالعه کوو، خو په ټوله کې دا حيرانوونکې نه ده چې ايران له خپلو مکلفيتونو سرغړونو ته دامه ورکړې. د دې راپور له مخې، موږ بايد د ايران اټومي پروګرام په غور سره وڅارو، د اټومي وسلو د توليد لپاره د ايران د هرې هڅې مخه ونيسو. د ډيپلوماتيک حل لپاره د فرصت کړکۍ پرانيستې ده، خو د تل لپاره نه “
بله خوا په ايران کې مذهبي مشر ايت اله غلي خامنه دا ادعا رد کړه، چې ګواکې د ايران پروګرام د اټومي وسلو د توليد لپاره دى.