نړېوال بانک: په نړۍ کې د غذايي موادو بیې په سلو کې لس اوچتې شوي

نړېوال بانک پرون وویل، چې په متحدو ایالاتو او ختیځه اروپا کې د وچکالۍ له وجې په جولای میاشت کې په نړۍ کې د غذايي موادو بیې په سلو کې لس اوچتې شوي.

نړېوال بانک وايي، چې د غذايي موادو د بیو د لوړېدو علت د جوارو او سویابین د کروندو له منځه تلل وو. دې نړیوالې ادارې دا یادونه هم کړې چې د وریجو په بیو کې په سلو کې څلور کموالی راغلی.

د نړېوال بانک د ډلې مشر جیم یونګ کېم د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د غذايي موادو د بیو لوړېدل د ملیونونو انسانانو روغتیا او سلامتي په کلکه له ګواښ سره مخامخوي.

نړېوال بانک وايي، چې په منځني ختیځ او افریقا کې ځینې هېوادونه د بیو د لوړېدو د اغېزو په خاطر له زیان سره مخامخ کېدای شي.