د م.م د امنیت شورا په لبنان کې خپل ماموریت پرون د یوه بل کال لپاره تصویب کړ

د ملګروملتونو امنیت شورا د رایو په قاطع اکثریت په لبنان کې د م.م ماموریت پرون د یوه بل کال لپاره تصویب کړ.

په امنیت شورا کې پرونۍ رای اخیستنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون او د لبنان د بهرنیوچارو د وزیر په غوښتنه وشوه.

د امنیت شورا پرېکړه لیک د ۲۰۱۱ م کال په ډسمبر میاشت کې هغه تروریستي برید وغانده چې پنځه سوله ساتي سرتېري یې ټپیان کړل او همداراز په لبنان کې یې پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د یوه دایمي اوربند د ټینګولو لپاره محسوس پرمختګ وکړي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۸ کال کې د اسراییلو له خوا د لبنان له لومړي ځل اشغاله وروسته کله چې د اسراییليانو وتل تایید شول خپل سوله ساتي ځواکونه هلته ځای پرځای کړل.

د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه تر اوسه هم په دې هېواد کې دېره دي ځکه د اسراییلو او لبنان د سرحد په اوږدو کې د دښمنۍ عملیات اوس هم دوام لري.