د ازبکستان پارلمان د ولسمشر اسلام کریموف د بهرنۍ پالیسۍ هغه طرحه پرون تصویب کړه چې په دې هېواد کې پر بهرنیو اډو بندیز لګوي او په پوځي بلاکونو کې د تاشکند د غړیتوب مخنیوی کوي.
دا لایحه د کریموف له لاسلیک وروسته نافذېږي. ازبکستان په تېره جون میاشت کې د روسیې په مشرۍ د ډله يیز امنیت تړون په سازمان کې چې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو جوړه ټولنه ده خپل غړیتوب رسماً وځنډاوه.
د ازبکستان د مشرانو جرګې د پنجشنبې په ورځ همداراز هغه بین الحکومتي موافقه تصویب کړه چې له مخې یې امریکايي سرتېرو او کارګو ته په افغانستان کې د امنیت او بیارغونې د عملیاتو لپاره د هوايي ترانزیت اجازه ورکول کېږي.
دا موافقه د مارچ پر ۲۸مه نېټه په تاشکند کې لاسلیک شوې او د دې هېواد ولسي جرګې په جون میاشت کې تصویب کړې وه.
د ازبکستان مشرانو جرګې پرون وویل چې تاشکند د دې موافقې په تصویبولو سره په ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګولو په مقصد د نړیوالو په لړ کې مهمه ونډه ترسره کوي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې وویل، چې دا موافقه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه پرېکړه لیک سره سم تصویبېږي، چې د افغانستان ګاونډیان له ایساف ځواکونو څخه ملاتړ ته هڅوي.