په افغانستان کې د امنیتي خلاو په اړه اندېښنې

دا وخت چې افغانستان له سختو امنیتي ستونزو سره هم مخ دی دغه هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي رئیس نه لري.

ځیني کتوونکي دا یوه امنیتي خلا بولي او وايي، چې دا وضعیت ناوړه نتایج هم له ځان سره لرلای شي.

خو بل خوا د جمهوري ریاست د ارګ چارواکي وايي، دغه کلیدي امنیتي ارګانونو اوسمهال د سرپرستانو او یا هم مرستیالانو له خوا اداره کیږي او ډیر ژر به جمهور رئیس ورته نوي کاندید وزیران وټاکي.

په کابل کې زموږ همکارې حمیدې هارون عثمان په دې مسئلې له ځینو کارپوهانو او چارواکو سره غږیدلې او راپور یې برابر کړی:

Your browser doesn’t support HTML5

د حمیده عثمان راپور