د کندهار په ارغنداو کې ۲۴بابه تړلي ښوونځي بیرته پرانیستي دي

د کندهار چارواکي وايي، د ارغنداو ولسوالۍ ټول ٢٤ بابه ښوونځي چې ډېره برخه يې په تېرو کلونو کې د ناامنيو له کبله تړلې وه، بېرته پرانيستې دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، د دې ولايت والي توريالي ويسا د ارغنداو له خلکو وغوښتل، چې د زده کړې د دښمنانو په وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

د دغو ښوونځيو د پرانيستلو اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د کندهار په ليرې پرتو ولسواليو کې په لسګونو ماشومان د ناامنيو له کبله ښوونځيو ته نه شي تلاى.