د ملي اردو ځيني جنرالان: د بهرنيو تر وتلو وروسته د خپلې خاورې ساتنه کولاى شو

د ملي اردو ځينو جنرالانو ويلي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دوي د خپلې خاورې ساتنه کولاى شي.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ځينو جنرالانو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ويلي، تر ٢٠١٤م کال وروسته دوي په خپلو امکاناتو سره کولاى شي افغانستان له ممکنه ناامنيو وساتي.

ولسمشر کرزي په کتنه کې د ملي اردو د تجهيز او ملاتړ ژمنه وکړه.