په کابل کې د ۱۱سوه ملي بسو نه ۳۰۰يي فعالیت کوي

په داسې حال کې چې په کابل ښار کې خلک د ملي بسونو له کموالي څخه شکایت کوي په سلګونه ملي بسونه د موټر چلوونکو د کموالي او پرزو او تخنیکرانو د نشتوالي له امله غیر فعاله شوي دي.

د ملي بس تصدۍ رییس غلام حضرت د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یاده تصدۍ کې ستونزې تایید کړې او ویې ویل، چې سلګونه ملي بسونه اوس مهال له ګرځیدو پاتې دي.

ده وویل، کومو هېوادونو چې له افغانستان سره د ملي بسونو مرسته کړې وه پرزې یې نه دي ورکړي او دا موضوع د دوي لپاره یوه لویه ستونزه ده:

"د ملي بس په تصدۍ کې زیات خنډونه لرو، نه شو کړای چې ښه او بهتره خدمتونه وړاندې کړو، د پرزو او د ترمیم د وسایلو نشتوالی، له دې سره په خوا کې یو لوی خنډ چې د ملي بس تصدۍ ورسره مخامخ دی، د مشینري نشتوالی، د ملي بس په تصدۍ کې زموږ مستري په یو پلاس او رنج چې هغه هم دې.

امر عبدالرحمن خان د وخت دي کار کوي، د دې لپاره چې معاشونه کم دي ډریوران نشته، دمګړۍ ۱۸۵ عرادې ملي بسونه چې جوړ تیار دي ولاړ دي، علت یې همدا ده چې د ډریور کاري وخت زیات دی، هیڅوک په درې زره افغان چې معاش دی نه حاضريږي."


د ملي بس تصدۍ رییس څرګنده کړه، د هندوستان چارواکیو ژمنه کړې چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت به د ملي بسونو اړینې پرزې چې د ټاټا کمپنۍ پورې اړه لري افغانستان ته راولیږل شي.

د ښاغلي غلام حضرت په خبره اوس مهال یوسل او پنځه اتیا ملي بسونه د معاشونو او موټر چلوونکو د کموالي له امله درول شوي دي.

د ملي بسونو د چلوونکو له شکایت سربېره د کابل ښار اوسېدونکي هم د ملي بس له کموالي څخه شکایت لري.

دوي وايي، له یوځای څخه بل ځای ته د تګ په وخت کې په ساعتونو ساعتونو ملي بس ته انتظار باسي:

"1- په یوه لین کې هم ملي بس نه شته، یواځې د کارتي نو په لین کې ملي بس وي ولې هغه هم څلورو له بجو وروسته ورکیږي او د خلکو ګڼه ګوڼه وي.

۲ـــله څلورو بجو وروسته د ملي بس درک نه وي د ملي بس په تصدۍ کې په سلګونه ملي بسونه ولاړ دي کله چې یې یوه وړه پرزه هم خرابه شي نو ټول ملي پرې ولاړ وي څوک یې غم نه خوري ."


د هند، پاکستان، ایران او جاپان په څیر یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو د کړیو مرستو په بدل کې افغانستان ته سلګونه ملي بسونه ورکړل خو د ملي بس د تصدۍ د چارواکو د نه پاملرنې له امله زیات شمیر دا ملي بسونه تخریب شوي دي.

که څه هم د ملي بس تصدۍ مسولین هیله څرګندوي، چې له هندوستان څخه د پرزو په رارسېدو سره به د ټاټاکمپنۍ ملي بسونه بیرته ترمیم شي،خو خلک دې ژمنو ته د شک په سترګه ګوری او وایی ګمان نکوي چې عملي بڼه غوره کړي.

رحمت الله افغان