د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال د ترکمنستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی

د جوزجان چارواکو تایید کړه، چې د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالقادر مالیه د ترکمنستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د دغه ولایت مرستیال والي فقیر محمد جوزجاني نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولایتي شورا مرستیال تیره ورځ د ترکمن پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، چې په بیک کې یې یوه اندازه مرمۍ وموندل شوې.

جوزجاني وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مرمۍ د چا له خوا د ده په بیک کې ایښودل شوي دي.

نوموړي وویل، د ولایتي شورا مرستیال عبدالقادر دا مهال په ترکمنستان کې دی او تحقیقات ورڅخه پیل شوي دي.