ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې په کندهار کې د وسله والو طالبانو یو قومندان نیولی

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې په کندهار کې د وسله والو طالبانو یو قومندان نیولی دی.

د ایساف له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې نیول شوی طالب قومندان په سیمه کې په خپلو جنګیالیو وسلې او چاودیدونکي مواد ویشل او د یوه حکومتي چارواکي د تښتولو په پلان جوړونه کې هم په لاس لرلو تورن دی.

خبرپاڼه وایي، امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې دوه مشکوک وسله وال هم نیولي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.